هندي چارواکي وايي، په نوي ډيلي کې د پاکستان سفارت یو شمیر کارکوونکي په جاسوسۍ تورن دي.
هند وايي، ژر به هغه کارکوونکي اسلام اباد ته واستوي چې دغه تورونه پرې پورې دي.
اخوا اسلام اباد ویلي چې هغوی به هم هند ورته ځواب ورکړي.
په نوي ډيلي او اسلام اباد دواړو کې سفیران تر ډيره نه پاتې کيږي او هر ځل پر یو بل بیلابیل تورونه لګوي.
د هند بهرنیو چارو وزارت په خپله تازه اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني ډیپلوماټان له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او ملاتړ یې کوي.
هندي چارواکي وايي، په دې تړاو ټول شواهد او ثبوتونه په لاس کې لري او ژر به پاکستاني ډیپلوماټان وشړي.











