د نورستان والي، حافظ عبدالقیوم له وسله وال بریده روغ وتلی دی.
د نورستان والي مطبوعاتي سلاکار وايي، والي حافظ عبدالقیوم د یکشنبې سهار اوه بجې له کابل څخه ننګرهار ته په لاره و چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پرې وسله وال برید شوی.
په دغه برید کې د والي یو ساتونکی وژل شوی او بل ټپي دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسؤولیت نه دی منلی.











