Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ارګ: پر رسنیو محدودیتونه نه وضع کوو

admin by admin
2020/06/17

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي چې د رسنیو د قانون په تعدیلاتو کې د افغان حکومت هدف د رسنیو محدودول نه دی او افغان حکومت د رسنیو نظرونو او اندیښنو ته درناوی لري.

صدیقي په یوه ویډیویي پیغام کې دغه راز ویلي، بیان ازادي د افغان حکومت لپاره لویه لاسته راوړنه ده او افغان حکومت د اساسي قانون څخه د ملاتړ، د بیان ازادي او معلوماتو ته د لاسرسۍ په موخه د رسنیو د قانون په ځینو مادو کې د تعدیل وړاندیز کړی دی.

په دغه ویډیويي پیغام کې صدیقي ویلي چې د بیان آزادي او د رسنیو ازاد فعاليتونه د افغان حکومت د رهبرۍ لپاره خورا مهم اصل دی.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د رسنیو فعالیت په سیمه کې بېساري ده او د افغانستان حکومت نه یوازې په رسنیو محدودیتونو نه وضع کوي، بلکې د بیان د آزادي لپاره یې عملي ګامونه اخیستي دي.

له دې وړاندې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم ويلي وو چې حکومت د رسنیو د آزادۍ محدودولو نیت نه لري.

ښاغلي دانش د چهارشنبه په ورځ یو ټویټ کې ويلي وو چې افغان حکومت اساسي قانون او دغه راز د خپلو اتباعو اساسي حقونو ته ژمن دی، نو پر همدې اساس د رسنیو د آزادۍ محدودولو اراده نه لري.

دانش همدا راز ويلي چې د بیان ازادي او د رسنیو آزادي د افغانستان ترټولو مهمه لاسته راوړنه او د افغان حکومت سره کرښه ده.

څو ورځې وړاندې یو شمېر رسنیو، خبريالانو او د ژورنالیستانو د ملاتړ ادارې ولسمشر اشرف غني ته په یوه پرانستي لیک کې د رسنیو په قانون کې د تعدیلاتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د رسنیو په قانون کې د تعدیلاتو وړاندیز کړی چې له مخې یې په رسنیو ځینې محدودیتونه وضع کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist