Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسپانیا کې د افغانستان سفارت له کابل سره د تعامل خبر ورکړی

بهرنيو چارو وزارت د امنيت شورا پريکړه ليک ته غبرګون وښود

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/31

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر وروستي پرېکړه‌لیک ناخوښي ښودلې او هغه یې د افغانستان حکومت له مشورې پرته یو اړخیزه پرېکړه بللې.

د ياد وزارت مرستیا ویاند ضیاء احمد تکل وايي، د دې شورا یو شمېر دایمي غړو د نظر له اختلاف او د دې سازمان د سیاسي استازولۍ له شتون سره سره افغانستان ته د نوي استازي ګومارل غیر ضروري دي.

تکل هېواد ته د ځانګړي استازي لېږل، په تاریخي لحاظ د شخړو په هوارولو کې ګټوره نه بولي او له دې سازمان غواړي چې د افغانستان په تړاو هره پرېکړه باید د موجوده واقعیتونو په نظر کې نیولو او په خپلواکه توګه ترسره شي.

تکل زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له دې ناخوښي څرګندوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیو ترمنځ د نظر اختلاف سره‌سره بیا هم ۲۷۲۱ پرېکړه لیک تصویب شو، چې له مخې یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتنه شوې چې د افغانستان لپاره بل ځانګړی استازی وټاکي. د یادولو ده چې د امنیت شورا د دوو دایمي غړو لخوا د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې په تړاو د لا زیات وخت، بحث او وضاحت غوښتنې سره سره او د افغانستان حکومت سره له مشورې پرته یې یاد پرېکړه لیک تصویب کړ.»  

بهرنيو چارو وزارت سره له دې چې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د پیاوړې او پراخې ښکېلتیا هرکلي کوي؛ خو وايي د اسلامي امارت کړنلاره به د نورو په غوښتنو نه، بلکې د افغانانو د دیني عقایدو او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې ترسره کیږي.

خو له دې هر څه سره سره د سیاسي چارو شنونکي د دې پرېکړه لیک له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ماموریت د دې سازمان د استازو له تېر ماموریت سره یو شان نه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « اوس چې د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک له مخې دوی پرېکړه کړې چې د افغانستان لپاره یو استازی وټاکل شي څو د نوې قطعیې نامې او پرګرام چې ۱۳ مادې لري د پلي کولو لپاره ماموریت ترسره کړي. دا استازی لکه مخکې فریدون سينیرلي اوغلو چې و د هغه دنده بل څه وه، د بېلګې په توګه هغه د دې مسایلو همغږي کونکی و یا د یوناما دفتر چې معاونیت دی او دا د دوی بله څانګه مخې ته بیايي، خپله د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر چې دی دا ډیپلوماتیک او سیاسي دی، نورې شوراګانې لکه یونېسف، یونسیار او نور هم خپل دفترونه لري چې دا جلا مسایل دي.»

شنونکي دغه راز وايي، د دې پرېکړه لیک له تصویبېدو سره سرپرست حکومت باید له نړۍوالې ټولنې سره د نویو تعاملاتو په لټه کې شي.

 د دوی په باور که سرپرست حکومت وتوانیږي له دې فرصته استفاده وکړي کولی شي له دې وضعیت څخه د ځان په نفع ګټه پورته کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « که د افغانستان د وزارت ډيپلوماسي دستګاه له مسلکي او تجربه لرونکو کسانو ګټه واخلي، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا له لوري د افغانستان د نوي استازي په اړه یاد تصمیم کېدای شي مثبت وګڼل شي او د اسلامي امارت پر ګټه تمام شي.»

دا داسې مهال ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې ۱۵ غړي لري، پنځه هغه یې دایمي او د ویتو حق لري؛ وړمه ورځ د دې سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سينیرلي اوغلو راپور د یو پرېکړه لیک له مخې تصویب کړ او افغانستان ته یې د یوه نوي استازي د لېږلو پرېکړه وکړه.

هر هغه مهال چې د دې شورا ټول غړي په یوه خوله د ټاکل شوې موضوع په تړاو پرېکړه تصویبوي؛ خو د دې شورا د پنځو دایمي غړو له هېڅ یوه لوري ویتو نه شي؛ نو په دې صورت د ترسره شوې پرېکړې عملي کېدل حتمي کیږي او دې شورا ته د مداخلې حق ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist