ملي امنیت شورا د ملګرو ملتونو هغه راپور ته غبرګون ښودلی، چې افغانستان یې د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بللی.
د ملي امنیت شورا ویلي چې حکومت ژمن دی چې د خوندېتوب میکانیزمونه نور هم پیاوړي کړي او د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې ډېره پړه یې پر طالبانو اچولې.
د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې طالبان، د ۱۲۳۸ او حکومت او ملاتړي ځواکونه یې د ۱۰۳۲ ماشومانو د وژنې مرتکبین بلل شوي.
داعش او نامالوم وسلوال هم پکې د څه باندې درې سوه ماشومانو د وژنې عاملین یاد شوي دي.
طالبانو د ملګرو ملتونو د راپور او د ملي امنیت شورا د ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي.











