Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې

فایق د افغانستان په اړه د امنيت شورا له پريکړه لیک هرکلی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/31

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوي پرېکړه لیک هرکلی کړی دی.

فایق پر خپله اېکس پانه په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو او جاپان استازي ستایلي چې د دغه پرېکړه لیک مسوده یې چمتو کړې.

فايق ليکلي:« موږ د نړیوالو اصولو پر بنسټ د سولې د ټینګښت، بیا یو ځای کېدو او د افغان ښځو د ځواکمنولو په برخه کې ستاسو د ژمنو ستاینه کوو او د افغانستان د روښانه راتلونکې په جوړولو کې ستاسې هڅې اغېزمنې دي.»

بل لورته یاد سازمان کې د روسیې د دایمې استازي په یوه اعلامیه کې د امنیت شورا د مسودې هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې دا لارښونې باید په زغم او  د اسلامي امارات په مشوره ترسره او خبرې پرې وشي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو  برخې مشرې هیدر بار د روسیې استازي پر دریځ نیوکه کړې او د پوښتنې مطرح کولو په توګه یې ويلي چې روسيې د افغان نجونو زده کړو په اړه تراوسه له اسلامي امارات سره د خبرو لپاره کومه هڅه کړې؟

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ دايمي او غیر دايمي غړو پرون جمعه د رایو په اکثریت په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه دا پرېکړه‌ لیک تصویب کړ.

د پرېکړه لیک مسودې ته ۱۳ مثبتې او د روسیې او چین له خوا سپینې رايې وکارول شوې.

خو اسلامي امارات د ملګروملتونو امنيت شورا ياد پريکړه لیک غيرعادلانه او له واقيعتونو لرې بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist