Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې له پاکستانه یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو ته کارخونې وښودل شوې

کندهار کې له پاکستانه یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو ته کارخونې وښودل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/28

په کندهار ولایت کې د برک افغانستان په نوم د یوې مرستندویه موسیسي په مالي ملاتړ او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ ۲۰۰ راستانه شویو افغان کډوالو ته د کندهار صنعتي پارک یو شمېر کارخونې وښودل شوې.

مسوولین وايي، له دغه کاره موخه بېرته راستانه شویو  افغان کډوالو ته په هېواد کې د کار فرصتونو ښودل، د هغوی تر منځ د نظرونو تبادله  او یووالي ته تشویق کول دي.

د کندهار کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالو میشتېدنې امر مولوي نعمت الله الفت  وايي: « د ښار په ګډون له میوند او پنجوايي څخه نږدې ۲۰۰ کسان موږ صنعتي فابریکې ته راوستي دي، دلته مو کارخونې وروښودې او د دوی له کاروبار سره سم مو عامه پوهاوی ورکړ.»

د یوې کارخونې مسوول شعیب درانی وايي: « د ټولنې د یووالي او یو موټي کولو په موخه مو دلته سره راټول کړي دي، د دې پرګرام په پای کې به دوی له یو بل سره اشنا شي، د خپلو ستونزو په اړه به  یو له بل سره تبادل د نظر وکړي.»

په ورته وخت کې یو شمېر بېرته راستانه شوي افغان کډوال هم دغه ډول پروګرامونه د ځان لپاره ډېر ګټور بولي او وايي، دوی کولی شي له دې لارې په هېواد کې له کاري فرصتونو سره بلدتیا پیدا کړي.

له پاکستانه یو تن راستون شوی افغان کډوال وايي:« موږ ته د کاروبار په خاطر دا پرګرام ډېر ګټور دی، د هغه ځای ماحول جلا و او د دې ځای جلا. دلته چې دا کارخونې موږ وګورو نو کوم کسبونه مو چې هلته زده کړي، دلته به ترې کار واخلو.»

له پاکستانخ راستون شوی یو بل افغان کډوال وايي: « موږ دلته راغلي یو چې دا فابریکه وګورو، دلته څه جوړېږي، موږ څه کار په کې وکړو. له دې وروسته به موږ هم خپل کار ته په کې دوام ورکړو.»

د کندهار کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، په تیرو شپږو میاشتو کې د سپین بولدک له لارې تر ۲۹ زرو زیاتې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist