د رویټرز خبر له مخې افغان حکومت او طالبانو هوکړه کړې چې د سولې بین الافغاني خبرو لومړی پړاو به په دوحه کې تر سره شي.
د طالبانو قطر دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي، تراوسه د سولې خبرو د پیل لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې خو چمتو دي چې د دوی د ۵۰۰۰ بندیانو له خلاصون وروسته، یوه اونۍ کې مذاکرات پیل کړي.
تراوسه افغان حکومت د طالبانو ۳۰۰۰ بندیان خوشې کړي دي.
یو طالب چارواکی وايي، افغان حکومت د ځینې طالبانو په خوشې کولو کې ستونزې لري نو ځکه تراوسه پاتې بندیان نه دي خوشې شوي.











