په ننګرهار کې ماین چاودنې یو کس وژلی او درې نور یې ټپيان کړي دي.
عیني شاهدان وایي چې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د جلال آباد ښار ګمرک ته څېرمه پر سړک چاودنه شوې ده .
د وژل شوي او ټپيانو د هویت او دندو په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د ننګرهار والي دفتر هم چاودنه تاییدوي خو د څرنګوالي په تړاو یې څه نه وای.
په وروستیو کې د هېواد په کچه د سړک غاړې او نښلېدونکو ماینونو چاودنې د پام وړ ډېرې شوي دي.











