Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: کورنیو مسایلو کې چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

اميرخان متقي هېواد کې د وسله‌والو ډلو حضور رد کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/27

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهيسې يو شمېر هېوادونه اندېښنه ښيي چې ګواکې په افغانستان کې وسله‌والې ډلې فعالې دي او د دوی امنيت ته احتمالي ګواښ دی.

خو دې اندېښنو ته په اشارې سره د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي وایي، اسلامي امارت د افغانستان پر ټولې جغرافيې حاکم دی او هېڅ داسې مخالفه وسله‌واله ډله نشته چې د يادې جغرافيې جز دې يې په واک کې وي.

متقي زیاتوي: « له ۴۵ کلونو وروسته د ټول افغانستان په یوه کلي کې، په یوه جریب ځمکه او ان په یو متر ځمکه الحمدالله د مخالفینو تسلط نشته. د قدرت ټولې جزیرې ختمې دي، ملک‌الطوافي ختمه ده، هېڅوک نه شي ویلی زه زورور یم او ته کمزوری یې، نه  د بهرنیانو لپاره لارې بندې دي او نه کورني مسوولینو ته، نه د وزیرانو شاوخوا باډي ګارډانو کتارونه شته او نه کوم بل کش و فش.»

متقي وايي، اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست لري او له ټولو هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره مثبتې اړیکې ټينګې کړي.

متقي د اسلامي امارت بې‌طرفه سياسي دريځ ته په اشارې له ټولو هېوادنو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

هغه زیاته کړه: « نن د افغانستان حکومت له ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو سره ډېرې ښې اړیکې لري، د افغانستان ټول بندرونه خلاص دي او د سیمې له ټولو هېوادونو سره سوداګري لرو. افغانستان الحمدالله د ټرانزیټ او اقتصاد پر مرکز بدل شوی.»

په ورته وخت کې متقي وايي، هېواد کې امنیت تامین شوی او د خلکو سر او مال د خونديتوب ته په کتو په بهر کې مېشت افغانان هم کولی شي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

هغه زیاتوي: « هغه کډوال چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته تللي دي، الحمدالله د کسب او کمال او تعلیم له مخې ښه پرمخ تللي، زده کړې یې کړي، تجربې یې ترلاسه کړي؛ نو اوس ورته هېواد اړتیا لري او خپل هېواد ته دې راشي.»

په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له واکمنۍ دوه نیم کاله تېریږي، خو لا تراوسه د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی.

 نړیوال ټولنه د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د سرپرست حکومت لخوا پر وضع شویو بنديزونو سربېره يو شمېر مسايل د ياد حکومت د رسميت پېژندنې په برخه کې خنډ بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist