د کابل ښار د کارته چهار په سیمه کې د شیرشاه سوري په جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
چاودنه کې د جومات ملا امام هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د چاودنې مسؤولیت نه دی منلی.
موده وړاندې د وزیر محمد اکبر خان په جومات کې هم چاودنه شوې وه چې د جومات ملا امام ایاز نیازي او ځینې نورو کسانو ژوند یې واخیست.











