د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۷۴۸ تازه پېښې ثبت شوې دي.
د عامې وزارت په وینا اوسمهال هېواد کې د کرونا ویروس ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۲ او ۸۹۰ ته رسېدلی دی.
له دې سره د عامې روغتیا وزیر جواد عثماني وايي چې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه به اوس د وزارت په لومړیتوب کې وي.
عثماني زیاته کړې چې دوی به هغه کارونه چې درې میاشتې وړاندې باید شوي وای، اوس ترسره کړي.











