Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

اروپايي ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام د اړمنو افغانانو وضعیت د اندېښنی وړ بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/21

اروپايي ټولنه او د خوړو نړیوال پروګرام سخت ژمی ، کمزوری اقتصاد ، وروستۍ زلزلې او کډوالي په افغانستان کې د بشری وضعیت د ټکني کېدو لاملونه په ګوته کړي.

د افغانستان لپاره داروپایي ټولنې د بشري مرستو برخې مشر فرانسوا ګومنس وايي، نږدې ۵۰ سلنه افغانان نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به څنګه برابروي.

ګومنس زیاتوي:«له هر درېیو افغانانو یو یې نه پوهېږي چې د بل څاښت خواړه به له کومه کوي، په تېره بیا دا چې سخت ژمی ، لړزان اقتصاد، طبیعي پېښو او تازه له پاکستانه را اېستل شویو کډوالو دا اندیښنې لاپسې ډېرې کړي.»

له دې سره د خوړو نړیوال پروګرام مشر سایو وي لي بیا وايي، د ژمي په درشل کې د بشري وضعیت د مهار لپاره اړتیاوې ډېرې دي او د خوارځواکۍ لوړې کچې ته هم اندېښمن  دي.

هغه زیاتوي:« د بشري بېړنیو مرستو لپاره اړتیا ډېره ده. د اروپايي ټولنې تازه ۲۶.۶ مېلیونه بسپنه د سختو اغېرمنو شویو کورنیو د لاسنیوي لپاره اړینه ده.»

د دې ترڅنګ د ناروې بهرنیو چارو وزیر اېسپن بارت آیډې ویلي، په افغانستان کې یې دملګرو ملتونو  د کډوالو ادارې ته څه کم څلور او د خوړ نړیوال پروګرام سره یې نږدې درې میلیونه ډالر مرسته کړې ، چې په ۲۰۲۳ کال کې د دې هېواد مرستې ۳۰ میلیونه ډالرو ته ورسېدې .

آیډې ویلي،  په افغانستان کې د وچکالۍ او طبيعي او بشري ناورینونو پر اغېزو سربېره په لوړ شمېر له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له پاکستانه د راېستل شویو وضعیت په پراخه کچه اندېښنې ډېرې کړي دي.

هغه زیاته کړې:« په افغانستان کې له پاکستان او ایرانه راېستل شوي کډوال ، طبیعي ناورینونه او وروستۍ زلزلو بشري وضعیت سخت کړی او په دې هېواد کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ده.»

د سیاسي چارو کارپوهان په هېواد کې د خلکو اقتصاد او روان بشري وضعیت ته په کتو د اروپايي ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام دا ډول اندېښنې نه ردوي، خو ټینګار لري چې د روان وضعیت د مهاراو د انساني ناورین مخنیوي لپاره دې نړیوال مرستندویه سازمانونه او هېوادونه له افغانانو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي:« د افغان ولس مطلق اکثریت یوه وخت خواړه لري او دوو نورو وختونو خواړه نه لري، دا حقیقت لري. زه خپله افغانستان ته تللی وم، هرات ولایت ته ولاړم، بادغیس ولایت ته ولاړم، دا یو واقعیت دی چې په دې حالت کې خلک قرار لري. اړینه ده چې ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه او ټول نړیوال مرستندویه بنسټونه باید افغانستان ته مرستې ورسوي او افغانستان له دې حالته ووځي.»  

د اسلامي امارت چارواکو  د افغان کډوالو له حالت سره د نړیوالو مرستو ستاینه کړې او له مرستندویه ادارو یې غوښتي چې بشري مرستي سیاسي نه کړي او د دې هېواد له روان  بشري وضعیت سره مرستو ته دوام ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist