سیګار په افغانستان کې د امریکا د وژل شویو او ژوبل شویو سرتېرو شمېر په ډاګه کړ.
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې د ۲۰۲۰ د اپریل تر ۱۷ نېټې پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹ امریکایي عسکر او پرسونل یې وژل شوي دي.
سیګار ویلي، افغانستان کې په امریکایي عسکرو باندې تر ټولو تازه بریدونه د همدغه کال په لومړیو دریو میاشتو کې شوي چې د سیګار د راپور په اساس پکې اوه امریکایي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سیګار ويلي، په دې کې یو زر او ۴۰۹ یې په مخامخ جګړه، ۴۹۷ یې د ټپونو له کبله او درې نور یې په نورو بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه راز ۵۳۰ نور پرسونل بیا په نورو پېښو کې وژل شوي دي د راپور پر بنسټ تر دې دمه شل زره او ۶۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت بیا د سیګار د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.











