Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې له خپلو مېنو بې ځايه شوې کورنۍ د ژمي په رارسېدو له ستونزو شکايت کوي

ننګرهار کې له خپلو مېنو بې ځايه شوې کورنۍ د ژمي په رارسېدو له ستونزو شکايت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/20

ننګرهار ولایت کې د غازي امان الله خان ښارګوټي نیمه جوړو ودانیو او سوداګریز مارکیټونو کې چې کړکۍ او دروازې نه لري، د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ په کې له تېرو شاوخوا شپږو کلونو راهیسې مېشتې دي.

دوی چې ډېری یې د مامندرې او هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي دي وايي، خپل کورونه یې ویجاړ او  هر ژمی او اوړی یې ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته او ژوند یې له کړاوونو سره مخ دی.

 یو تن بې ځایه شوی وايي:« په دغو کنډرو کې پراته یو، نه کړکۍ لري، نه دروازې لري، د یخنۍ موسم را روان دی، ماشومان مو ناروغان کېږي، د لرګو وس نه لرو.»

دلته مېشت بې ځایه شوي وایي، د تېرو شپږو کلونو په موده کې ورسره بیا بیا د ویجاړو شويو کورونو د رغولو ژمنې شوي، خو تر اوسه پورې  نه دي عملي شوي.

 یو تن بې ځایه شوی وايي: « دلته د جنګونو له امله راغلي یو. موږ له دې کوره درې شهیدان ورکړي، درې کونډې را پر غاړه دي، د کور سرپرست زه خپله یم. بس دلته پراته یو، ماشوما ن مو اوړی او ژمی ناروغان وي.»

اخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خلیل الرحمن حقاني وایي، د تازه راستنو شویو کورنیو له ځای پر ځای کولو وروسته به د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته بشپړه رسېدنه وکړي. 

 حقاني زیاتوي:« د دې لپاره موږ په راتولونکي کې قوي پلان لرو. که داخلي بې ځایه شوې دي او که له بهره راغلي دي؛ د ټولو لپاره پلان لرو؛ خو اوس مهال ګډوال راغلي نو باید لومړیتوب دوی ته ورکړل شي. زما د ارقامو له مخې، نږدې ۵۰۰ زره کسان موږ په داخل د کابل او نورو ولایتونو کې ځای پر ځای کړل.»

د مسوولینو د مالوماتو له مخې، په تېر کې د جګړو او بېلابېلو عواملو له امله ۲۳۷۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي چې ۶۰۰۰ یې بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوي او پاتې نورې یې لاهم د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې مېشتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist