د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې امنیتي ګواښونو ته په پام سره دغه هېواد ته سفر ونه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې ځینې امریکايي وګړي له کوم دلیل پرته نیول شوي او زندان ته اچول شوي دي.
خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بیا ډاډ ورکوي چې اوس په ټول هېواد کې امنیت ټینګ او مرکزي نظام حاکم دی او هېڅ بهرني وګړي ته امنیتي ګواښونه متوجې نه دي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي،هغه هېوادونه چې د افغانستان په تړاو له غرض ډکې څرګندونې کوي نو د دې پرځای دې د افغانستان واقیعتونه درک کړي.
تکل زیاتوي:« الحمد الله افغانستان اوس یو امن هېواد دی. دلته یو مرکزي حاکمیت رامنځته شوی دی او ملي امنیت تحکیم شوی دی. اوس په افغانستان کې دغسې یوه ډله نشته چې هغه دې بهرنیو وګړو ته ګواښ پیښ کړي او امنیت دې وګواښي. دا چې د ځېنو هېوادونو له لوري دغسې څرګندونې شوي دي د دوی اغراض به نور وي، باید د افغانستان واقیعتونه درک شي.»
د پوهنتون استاد فضل هادي وزیر بیا د افغانستان پر وړاندې د امریکا له لوري دغه ډول څرګندونو ته د تاوتریخوالي سیاست په سترګه ګوري او هېله ښي چې واشنګټن د کابل پر وړاندې له دغه ډول امتحان شویو سیاستونو لاس واخلي او د تفاهم لار غوره کړي.
وزین زیاتوي: « امریکا ته په کار ده چې د افغانستان له ملت سره د تاوتریخوالي او تشنج سیاست غوره نه کړي او پر ځای یې له تفاهم، همکارۍ او متبادل احترام سره سم ډيپلوماتیک روابط ولري. د افغانستان په مقابل کې جبهه نیول او تاوتریخوالی د تېرو ناکامو پالېسیو او سیاستونو دوام دی چې دا نه امریکا، نه افغانستان او نه سیمې ته ګټه رسوي.»
د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې له تیرو څلور لسیزو راهیسې افغانستان کې ناامني او بې ثباتي بهرنیانو جوړه کړې وه او اوس ورته لمن وي.
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « زما په اند په دا څلورو لسیزو کې چې افغانستان کې څومره بد امني وه، لوی عامل یې بهرني هېوادونه وو او اوس هم د افغانستان بې ثباتۍ ته لمن وهي؛ همدا بهرنیان دی. زما په نظر له امن ډک او با ثباته افغانستان نه یوازې د افغانانو پر ګټه دی، بلکې د سیمې او نړۍ پر ګټه هم دی؛ نو دغسې تبلیغات باید ونه شي، چې خدا مه کړه افغانستان د بې ثباتۍ لور ته یوسې.»
امریکاپه داسې حال کې خپل اتباع افغانستان ته له سفره منع کوي چې د شااوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې په زرګونه بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او په سلګونه نور بهرني وګړي په مرستندویه موسیساتو کې دندې ترسره کوي چې له ېهڅ ډول امنیتي ګواښ سره نه دي مخ او نه هم تراوسه کوم بهرني وګړي ته زیان رسیدلی دی.