Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان: د افغان کډوالو اېستلو پرېکړه له ټي.ټي.پي سره تړاو نه لري

یو.اېن.اېچ.سي.ار: د افغانانو کډوالۍ او بې ځايه کېدو ناورین  لوی او دوامداره دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/19

د ډیسمبر ۱۸مه چې د کډوالو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، داسې مهال يې په افغانستان کې يادونه کېږي، چې لا هم ميليونونه افغان کډوال له ګاونډيو هېوادونو سربېره اروپا او امريکا کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

د یادې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو کډوالۍ سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.ار) ویلي، د افغانانو کډوالۍ او بې ځایه کېدو ناورین ډېر لوی او دوامداره دی.

د یادې کمېشنرۍ موندنو له مخې، بهر ته ۸.۲ ميليونه افغانان کډوال شوي، چې له ډلې يې درې میلیونه په کور دننه او پاتي نور په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

یاده کمېشنرۍ زیاتوي:«  د شمېرو له مخې، ۸.۲ افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، چې په کې څه باندې درې میلیونه داخلي بې ځایه شوي هم شامل دي.»

پاکستان او ایران چې د میلیونونه افغان کډوالو کوربه دي، خو اوس دې دواړو هېوادونو په تېره بيا پاکستان د افغان کډوالو پر زور د اېستلو بهیر چټک کړی دی.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې د پاکستاني پولیسو له لوري افغان کډوالو وهل ټکول، ځورول، پر زور زندانونو ته اچول هغه پېښې دې، چې لا هم دوام لري.

پاکستان کې د افغان خبریالانو ټولنې مشر  ظاهر بهاند وايي:« افغان کډوال وهل کېږي، زندانونو ته اچول کېږي او په دې ښځې او ماشومان هم شامل دي.  دا زه په ډاګه ویلی شم چې پاکستان له افغانستان سره دوه مخی سیاست لوبوي. افغان کډوالو د سیاسي لوبو ښکار شوي دي. که چېرې دا لړۍ په همدا شان  دوام وکړي،  نو لوی ناورین به په پاکستان کې رامنځته شي.»

د ملګرو ملتونو د کډ‌والۍ سترې کمېشنرۍ هم له هېوادونو غوښتي چې له افغان کډوالو سره ښه چلن وکړي.

خو د نړيوالو اړیکو او سیاسي چارو کارپوهان وایي،  ملګري ملتونه بايد په پاکستان، ایران او ترکیې کې له افغان کډوالو سره د روان ناوړه چلن مخنيوی وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« دغه کډوال چې کلونه په بهرنیو هېوادونو کې اوسېدلي، په افغانستان کې نه کور لري، نه ځمکه لري او نه هم کاروبار لري. نو د دوی(کډوالو) باید لاسنیوی وشي. کډوالو ته باید سرپناه او د کار زمېنه برابره شي.»

رئيس‌الوزرا محمدحسن اخوند د کډوالو نړيوالې ورځې په مناسبت خپاره کړې پيغام کې بېرته راستنېدونکو افغانانو او په بهر کې د مېشت افغان کډوالو د حقونو پر خونديتوب ټينګار کړی دی.

نوموړي ويلي، ټول راستنېدونکي افغانان او په بهر کې مېشت افغان کډوال د درناوي وړ دي او حکومت له ټولو امکاناتو په استفادې د دوی ستونزو ته د رسېدنې هڅه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist