Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

کارپوهان: اسلامي امارت د نړيوالو مشروع غوښتنو په منلو سره رسميت پېژندنې ته لار هوارولی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/19

د اسلامي امارت له واکمنېدو څه باندې دوه نيم کاله تیریږی، خو تر اوسه پورې هېڅ هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی.

که څه هم وخت ناوخت د ملګرو ملتونو په ګډون ځينو هېوادونو په افغانستان کې وسله‌والو فعاليتونو په اړه څرګندونې کړې، خو د بهرنيو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي په هرات کې ويلي،  د امريکا او لوېديځو هېوادونو له لوري يې په افغانستان کې د حکومت مخالفو وسله‌والو جهتونو نه ملاتړ په اړه ډاډ ترلاسه کړی دی.

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، اسلامي ا مارت په خپله په يو شمېر پرېکړو سره پر ځان د رسميت پېژندنې لارې بندې کړي دي.

دوی وايي، اسلامي امارت دې د افغانانو او نړيوالو مشروع غوښتنو ته په منلو سره رسميت پېژندنې ته لاره خلاصه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« طالبان هم په یوه برخه کې ملامت دي، هغه دا چې د نړیوالو او ولس یو شمېر مشروع غوښتنې یې تر ننه پورې منلي نه دي چې هغه د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو خلاصول او یو شمېر نور مسایل دي، دوی دې دا کار وکړي. زه باوري یم چې نړیوال تعامل ته رامخته کېږي.»

ځيني نور بيا پاکستان د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې پر وړاندې خنډ بولي.

د دوی په خبره، ياد هېواد د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست لوبوي او د ناسمو مالوماتو په وړاندې کولو سره دې ته لابي کوي چې د سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې مخنيوی وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه کامران وايي:« په لومړیو کې دوی ژمنې ورسره وکړې چې دوی (سیاسیون)  په خوندي بڼه له افغانستانه ووځي، خو اوس بېرته د افغانستان حکومت مخالفینو ته په بېلابېلو هېوادونو کې ورته د ناستو زمېنه برابروي، په ازاده توګه وېزې ورته ورکوي. دا دروغ دي هغو پر خپلو ژمنو باندې عمل نه کوي او نه به یې وکړي. په همدې خاطر دوی (اسلامي امارت) پر رسمیت هم نه پېژني. »

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، اسلامي امارت دې  اساسي قانون او نجونو ته د زده‌کړو اجازې ورکولو تر څنګ ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړي، څو د نړیوالو هغه پلمې لرې شي، چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې يې خنډ ګرځوي.

 

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist