د فرانسې دفاع وزارت ويلي، د افريقا په مالي کې يې د القاعده شبکې مشر امير عبدالملک او د هغه څو نور ملګري د يو لړ عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
دفاع وزيرې فلورينس پارلي په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې ځواکونو يې د خپلو متحدينو په ملاتړ دغه عملیات کړي دي.
د اسلامي مغرب القاعده د مالي په شمال نایجريا، موریتانیا او الجزایر کې فعالیت کوي.
القاعده شبکې تر دې مهاله د خپل د مشر د وژل کېدو خبر نه دی تائيد کړی.











