د بدخشان خاش ولسوالۍ سیمه ییزو پولیسو قوماندان له خپلو ملګرو سره وژل شوی دی.
د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني وایې،تېره شپه د سیمه ییزو پولیسو قوماندان مزاري د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
روحاني وایی په دغه چاودنه کې د مزاري لس ساتونکي هم وژل شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.











