Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتریش: د دوحې ناسته د ا.ا رسمیت پېژندنې لپاره نه وه جوړه شوې

Berlin, Germany - November 04: Antonio Guterres, High Commissioner for Refugees of UNHCR, attends a press conference in german foreign office on November 04, 2015 in Berlin, Germany. (Photo by Michael Gottschalk/Photothek via Getty Images)

ګوتېریش: د اسلامي امارت سیاسي مخالفینو له هېواده بهر فعالیتونه زیات کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/18

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېریش په خپل تازه راپور کې اسلامي‌ امارت د خلکوغوښتنو پر نه منلو تورن کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي‌امارت سیاسي مخالفینو له افغانستانه بهر فعالیتونه زیات کړي.

هغه زیاته کړې:« سیاسي اپوزیسیونونه که څه هم په جلا وطنۍ کې وېشلي دي ، خو ډېر فعال پاتې شوي اوپه ملي او نړیوالو مسایلو کې یې طالبان ننګولي دي . د راپور چمتو کولو پرمهال دوی په مسکو دوشنبې او ویانا کې له نومبر وروستیو  تر ډیسمبر لومړیو پورې غونډې کړي دي.»  

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له هېواد وتلو سیاسي څيرو ته په غبرګون کې وایي، د هېواد د ناامنۍ پرځای دی خپل هېواد ته راستانه شي او په خبره یې نور په افغانستان کې پردۍ اجنډاوې نه شي عملي کېدای.

مجاهد زیاتوي: « په عمومي ډول موږ د افغانستان ټولو وګړو ته بلنه ورکړې چې راشي او دلته په خپل هېواد کې ژوند وکړي. دلته اسلامي نظام حاکم دی او د ابادۍ لپاره هم ښه کارونه روان دي. دوی دې هم راشي او د اسلامي امارت تر سیورې لاندې دې د خپل وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي. که څوک د افغانستان بد غواړي، امنیت او ثبات نه غواړي، اختلافاتو ته لمن وهي او هڅه کوي نور هم افغانان وځوروي، لکه په تېره کې یې چې ځورولي دي؛ نو له بده مرغه هغو څېرو لپاره بیا په افغانستان کې ځای نشته دی، هغه د افغانستان دوښمنان دي، د افغانستان د ثبات او پرمختګ دوښمنان دي او تر هغې چې ژوندي وي هملته به پراته وي.»

د سیاسي چارو کارپوهان په تیرو دوو کلونو کې د سرپرست حکومت لخوا یو لړ پرېکړو په تړاو وايي، اسلامي‌امارت دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او د نړیوالو وروستۍ پلمې دې له منځه یوسي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دوی ( اسلامي امارت) دې د نجونو ښوونځي پرانیزي، د ښځو حقونو ته دې درناوی ولري نو بیا به د افغانستان  د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او دا یوازې د نړیوالو، یا د ملګرو ملتونو او یا د ګوتېریش غوښتنه نه ده، بلکې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې د ښځو حقونو ته باید درناوی وشي او په دې برخه کې اسلامي امارت باید کوټلي ګامونه واخلي.»

دا پداسې حال کې ده چې اسلامي امارت حاکمیت سره ګنې سیاسي څيرې له هېواد وتلې او یوازې په تیره یوه مېاشت کې د سرپرست حکومت مخالفینو د اسلامي امارت پر وړاندې درې غونډې جوړې کړې چې موخه یې په افغانستان کې د اسلامي امارت سیاستونو ننګول ول خو اسلامي امارت وروستۍ ناستې بې اغیزې بللي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist