Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل؛ وزیر اکبرخان جومات کې چاودنې پراخ غبرګونونه راپارولي

admin by admin
2020/06/03

کورنیو چارو وزارت ویلي، تیره شپه شاوخوا ۷ او ۲۵ دقیقې مولوي ایاز نیازي په وزیرمحمد اکبرخان په جومات کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنه له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د وزارت د مالوماتو له مخې، ایاز نیازی په لومړي سر کې ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په دغه چاودنه کې یو بل لمونځ کوونکي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دوه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، د پلټنې ډلې یوه اندازه نور چاودېدونکي توکي هم په ساحه کې کشف او شنډ کړي دي.

د مولوي ایاز نیازی وژنې پراخ غبرګونونه راپارولي.

ارګ پر دیني عالم محمد ایاز نیازي مرګونی برید په کلکه غندلی او دا چاره یې د هېواد د دښمنانو بللې ده.

ارګ په یوه رسنیزه اعلامیه کې لیکلي، د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام کابل کې پر وزیر محمداکبر خان جامع جومات تروریستي برید ترسره کړ، چې له امله یې د یاد جومات خطيب دوکتور محمد ایاز نیازي خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور هېوادوال یې ټپیان کړل.

دغه راز ولسمشر غني مسوولینو ته د یادې پېښې د هر اړخیزې څېړنې او د ټپیانو د درملنې لارښوونه کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر مولوي ایاز نیازي مرګونی برید غندلی او دغه برید یې غیرانساني او غیر اسلامي عمل بللی دی.

په ورته وخت کې، د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح طالبان تورن کړي چې د مولوي ایاز نیازي په وژنه کې لاس لري.

امرالله صالح ته په منسوب فیسبوک پاڼه لیکل شوي چې، طالبان د دوو جملو په لیکلو له دې جنایت او ترهګرۍ ځان ته برائت نه شي ورکولی.

صالح لیکلي، طالبان د هغو دیني عالمانو، قومي شخصیتونو، سیاستوالو او علمي څېرو په ترور کې لاس لري چې له پاکستان بهر یې زده کړې کړي دي.

هغه ویلي، که دا برید طالبانو هم نه وي کړی، خو په خبره یې طالبانو پر جوماتونو د بریدونو بنسټ کېښود.

خو طالبانو بیا د مولوي محمد ایاز نیازي وژنه غندلې او ستر جنایت یې بللی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر د ایاز نیازي په وژنې خواشیني ښودلې او پر نوموړي یې برید په کلکه غندلی.

مولوي محمد ایاز نیازی له څو کلونو راپدېخوا کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات خطیب و.

مولوي محمد ایاز نیازی د مصر هېواد له الازهر پوهنتون څخه په اسلامي علومو کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې وې.

ایاز نیازي د کابل وزیر اکبر جومات د امامت تر څنګ په کابل پوهنتون او یو شمېر نورو پوهنتونو کې هم تدریس کاوه او ګڼ شمېر محصلین یې روزلي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان کې دیني عالمان په نښه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم یو شمېر دیني عالمان د ورته پېښو ښکار شوي دي.

مولوي سمیع الله ریحان، مولوي بصیر حقاني، مولوي فضل ربي کوه ساپیوال او ګڼ نور دیني عالمان هغه کسان دي چې په هدفي وژنو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist