Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

اسلامي امارت خیبر پښتونخوا کې پر وروستي وسله‌وال برید خواشیني ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/14

د خیبرپښتونخواه اړوند  دېره اسماعیل خان په درابن سیمه کې د وړمه ورځ وسله وال برید وشو چې   شااوخوا ۳۰ پاکستاني پوځیان په کې وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپي شوي دي.

د یاد برید مسوولیت د  تحریک جهاد پاکستان ډلې منلی دی.

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې له دې پېښې وروسته يې په پاکستان کې د افغانستان چارسمبالی سفیر احضار کړی او د پېښې په تړاو یې شدید احتجاج کړی.

په دې اعلامیه کې دغه راز له افغان لوري د ټي.ټي.پي غړو په ګډون د ټولو هغو کسانو د سپارلو غوښتنه شوې، چې د دې هېواد په ناامنیو کې لاس لري.

د خبرپاڼې یوه برخه:« له افغان لوري غواړو چې د ننني برید پلټنه وکړي او د عاملانو پر وړاندې یې جدي ګامونه واخلي او دا برید په لوړه کچه وغندي. د ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی مشرانو پر وړاندې تائید شوي ګامونه واخلي. د برید عاملان او افغانستان کې د ټي.ټي.پي مشران دې پاکستان ته وسپاري او د پاکستان خلاف له افغان خاورې د ترهګرۍ لپاره د ګټې اخېستنې مخه ونیسي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې د افغانستان شارژدافیر احضارېدل ردوي او وایي، مقابل لوري خپلې غوښتني د یوه لیک له لارې افغان لوري ته سپارلي دي.

مجاهد دغه راز په پاکستان کې وروستی وسله وال برید خواشینوونکی بولي او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې پر نه کارېدو ټینګار کوي.

هغه زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت په داسې بریدونو کې خواشیني ښي او نه غواړي چې داسې یو څه وشي او پاکستان دې هم دومره ژر اضافه هر څه نه وايي، ځکه دا څېړنې ته اړتیا لري. د افغانستان اسلامي امارت ستراتیژي ډېره واضح ده. موږ هېڅکله چاته دا اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې وکاروي.»

د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان لوړپوړي ډېپلومات احضارولو عمل غیرموجه بولي.

دوی وایي، له کره شواهدو او ثبوتونو پرته او د هر وسله وال برید وروسته د هغه پړه د افغانستان پر حکومت اچول او د خپلو غوښتنو پر اساس مقابل لوري ته د خپلو مطالباتو سپارل له ډېپلوماټیکو اصولو سره په ټکر کې دي.

 د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « لومړی خو همدا ډېره لویه تېروتنه ده چې دوی (پاکستان) پرته له کوم سنده د یوه هېواد استازی احضاروي او داسې ټکي ور په ګوته کوي چې هغه هېڅ ډول سند نه لري، لکه چې ویلي یې دي چې ترهګر به ځپئ، دا برید به په لوړه کچه غندئ، ټي‌ټي‌پي مشران به سپارئ او د هغوی پر ضد به عملیات کوئ، یعنې دا ټولې هغه خبرې دي چې د دوی په فکر دا هر څه کېږي او شوې دي؛ نو دغه ډول څرګندونې د نړیوالو قوانینو یا نړیوال منشور خلاف یو عمل دی.»

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی لوری په دې هېواد کې د وروستۍ پېښې د پړې ګوته افغان لوري ته نیسې؛ بلکې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، یاد هېواد تل هڅه کړې چې وښيي دغلته امنیتي ناکرارۍ کواګې د افغان خاورې په استفادې ترسره کیږي. هغه څه چې په مکرر ډول اسلامي امارت رد کړي او تشې ادعاووې یې بللي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist