د هېواد د ټولو وګړو شمېر په ۱۳۹۹ كال كې ۳۲٫۹ میليون تنه اټكل شوی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د هېواد د ټولو وګړو شمېر په ۱۳۹۹ كال كې ۳۲٫۹ میليون تنه اټكل شوی دی چې له دې ډلې څخه ۱۶٫۸ مـیليون تنه (۵۱٫۰ سلنه) نارينه او ۱۶٫۱ مـیليون تنه (۴۹٫۰ سلنه) یې ښځينه وګړي جوړوي.
دغې ادارې لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي، د هېواد د ۳۲٫۹ مـیليون تنو وګړو له ډلې څخه ۲۳٫۴ میليون تنه (۷۱٫۰ سلنه) كليوالي وګړي،۸٫۰ میليون تنه (۲۴٫۴ سلنه) ښاري وګړي او ۱٫۵ مـیليون تنه (۴٫۶ سلنه) یې کوچي وګړي جوړوي.











