Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت یو ځل بيا  ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورکړې غوښتنه کړې

Ecuador's President Guillermo Lasso Mendoza addresses the 78th United Nations General Assembly at U.N. headquarters in New York, U.S., September 20, 2023. REUTERS/Caitlin Ochs

ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون پنځو هېوادونه سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/14

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) له لوري خپور شوي راپور کې ویل شوي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ ز کال لپاره له مرستندويو هېوادونو د ۴۶ مېلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې او دغه بودیجه به تر ډېره، سوریې، افغانستان، اوکراین، اېتوپیا او یمن ته ځانګړې شي.

راپور کې ویل شوي چې د يادې غوښتل شوې بسپنې ۳ میلیارد ډالر هغه به له افغانستان سره بشري مرستو لپاره ځانګړي شي.

د راپور یوه برخه:« له دغو مرستو به ۴.۴ میلیارده ډالر سوریې، ۱.۳ میلیارده  ډالر اوکراین، ۳ میلیارده ډالر افغانستان ۹.۲ میلیارده ډالر اېتوپیا او ۸.۲ میلیارده ډالر به یمن ته د بېړنیو بشري مرستو په توګه ورکول کېږي، چې له ۲۰۲۳ کال سره په توپیر ۱۰ سلنه کمې دي.»

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي سلاکار رابرټ پایپر وايي، په افغانستان او میانمار کې وروستي سياسي، اقتصادي او اقلیمي بدلونو له ناوړه اغېزو سره د ملګرو ملتونو مرسته یوه مهمه اړتیا ده.

پایپر زیاته کړې:« په ځانګړي ډول افغانستان او میانمار هېوادونو سره باید څو برابره مرستې وشي؛ ځکه هلته اقتصادي او بشري وضعیت اغیزمن شوی او هم په میانمار کې کورنۍ جګړې د دې هېواد خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان وايي، د اقتصادي پر مختګونو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې هېله بښوونکي دي، خو لا هم نړیوالو بشري مرستو ته جدي اړتیا شته.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « اوس خو په افغانستان کې زیربنايي مسایلو کې هم یو څه کار کېږي، په ځانګړې توګه د کانونو په څېړنه کې، د نفتو ګاز، کرنیزو توکو او سوداګرۍ برخه کې، یعنې عایدات شته، اختلاص تر ډېره برېده نشته، نړیوالې مرستې هم دوام لري او سربېره پر دې ملګرو ملتونو په نړۍ غږ کړی چې باید د پنځو هېوادونو له ډلې افغانستان ته هم په ۲۰۲۴ کال د درېیو میلیاردو شاوخوا ډالر ورکړي، چې دا ډېرې ښې پیسې دي.»

سرپرست حکومت تل ټینګار کړی، چې نړیوال دې له افغانستان سره بشرې مرستې نه سپموي او په دې برخه کې دې خپلې مرستې دوامداره وساتي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist