تېره شپه شاوخوا یوولس بجې وسله والو د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ پر یو شمېر پوستو برید کړی چې دوه پوستې یې سقوط کړي دي.
یوې باوري امنیتي سرچینې شمشاد ته وویل، په برید کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
سرچینه وایي، د هوایي ځواک په ځوابي برید کې بیا اته وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار مسؤلین وایي، حصارک ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي او تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ وسله وال مخالفین وژلي دي.
تر اوسه د یاد برید په تړاو کومې وسله والې دلې څه نه دي ویلي.











