Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اصف علي زرداري تېرو ټاکنو کې عمران خان له افغان کډوالو پر استفادې تورن کړی

اصف علي زرداري تېرو ټاکنو کې عمران خان له افغان کډوالو پر استفادې تورن کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/13

ټاکل شوې  ده د راتلونکې ۲۰۲۴ کال په فیبرورۍ میاشت کې د پاکستان پارلماني ټاکنې ترسره شي او سر له اوسه د دې هېواد مطرح ګوندونه ورته د چمتووالي په هڅه کې دي.

سياسون پر يوه او بل تورونه پورې کوي او په يوه تازه مورد کې، د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري مخکېنی زنداني لومړی وزیر عمران خان تورن کړی، چې په تېرو ټاکنو کې يې له افغان کډوالو ناوړه استفاده کړې.

زرداري په يوه مرکه کې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د عمران خان دريځ ته په اشارې ويلي، چې نوموړی له دې کبله له افغانانو ملاتړ کوي، چې تېرو ټاکنو کې يې د رايې ورکوونکو په نوم‌لړ کې ځای پر ځای کړې وو او په دې توګه يې له نوموړي سره واک ته په رسېدو کې همکاري کړې.

زرداري زیاتوي:« عمران خان ځکه د افغانانو ملاټر کوي، چې د رایې ورکونکو جعلي لیستونه یې جوړ کړي ول او په هغو لیستونو کې افغان کډوال د پاکستان اصلي اتباع ياد شوي ول.»

پاکستان کې ځینې خبریالان د زرداري دا ادعا له حقیقته لرې بولي او وايي، سياسون د عامه اذهانو د مديريت په موخه وخت ناوخت ورته ادعاوې کوي.

پاکستان کې ازاد خبریال طاهر خان وايي: « په پاکستان کې سیاسي مشران کله نا کله داسې خبرونه خپروي چې له هغې خپلې سیاسي ګټې یا موخې ترلاسه کړي او د مخالف په اړه شکونه پيدا  کوي، نو د پاکستان پیپلز پارټۍ د مشر اصف علي زرداري ادعا د عمر خان په اړه، چې وايي د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې عمرخان افغانانو ته اوټونه جوړ کړي وو چې ده ته رایې ورکړي، زما په نظر دا خبره ناسمه ده.»

د سیاسي چارو شنونکي هم د زرداري ادعا بې بنسټه بولي او وايي، عمران خان غوښتل د خپل حکومت پرمهال له افغانانو سره ښې اړیکې ولري، خو په خبره يې د نوموړي دا کار د پاکستان د پوځ لپاره د منلو وړ نه وه.

خو ځېنې نور بیا  پر دې باور دي چي په پاکستان کې له افغان کډوالو سیاسي استفاده کیږي او په خبره يې د ورته ادعاوو په کولو سره پاکستاني سياسون خپلې موخې تعقيبوي.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي: « د افغانانو په اړه د پاکستان دا ډول خیانتونه، چې له افغانانو د ابزارو په ډول ګټه اخلي او خپلو سیاسي موخو ته ځان رسوي، د افغان کډوالو له مجبوریتونو ناوړه ګټه اخېستل دي. دا کار له تېرو ۴۵ کلونو راهېسې روان دی، د مېرمن بوټو او زرداري د ګوند په ګډون ټولو سیاسي ګوندونو د افغانستان له تحولاتو او له کډوالو ناوړه ګټه اخېستې.»

د عمران خان په اړه د اصف علي زرداري دا ادعا داسې مهال ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان مخکېني لومړي وزير عمران خان له خيبرپښتونخوا او پاکستان څخه پر زور د افغان کډوالو  اېستلو په اړه د پاکستان د سرپرست حکومت پر پرېکړې نيوکه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist