Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بین الافغاني خبرو پيل لپاره هڅې چټکې شوي

admin by admin
2020/05/31

د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د باور فضا او زمینه سازي روانه ده.

د حکومت تر هیله مندۍ وروسته افغانان اوس د بین الافغاني خبرو پیل ته ورځې شماري.

حکومت تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره هیله مندي ښودلې او د طالبانو سیاسي دفتر هم مني چې د پنځه زره طالب بندیانو تر خلاصون وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي. 

حکومت د طالب بندیانو د خلاصون بهیر چټک کړی او تر اوسه درې زره طالب بندیان ازاد شوي دي.

د بندیانو په خلاصون کې د دواړو غاړو لخوا خورا نرمښت د دې سبب ښکاري چې دوه اوونۍ وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي. 

عبدالله عبدالله تیره ورځ وویل چې تر راتلونکو پنځلس ورځو به خبرې پیل شي او داسې ښکاري چې په دې موده کې به دوه زره نور طالبان هم له بنده آزاد شي.

د طالبانو سیاسي دفتر هم د بندیانو په تړاو وروستي اقدمات ستایلي او د پنځه زره طالب بندیانو او زرو حکومتي بندیانو تر خلاصون وروسته یې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل ویلي دي.

سهیل شاهین داسې لیکلي (( د توافقنامې مطابق زمونږ د ۵۰۰۰  بندیانو د خلاصون نه وروسته بین الافغاني مذاکرات شروع کیږي لکه څنګه چې په توافقنانه کې لیکل شوي دي.))

 په اختر کې اوربند ورپسې د سلګونه بندیانو خلاصون او ددې لړۍ دوام  سربیره  د اورکم ساتل هغه مسایل دي چې راتلونکې ته مثبت پیغام دی.

د بین الافغاني خبرو په لومړیو ناستو کې به په عمومي اوربند توافق کیږي او کرار کرار په نورو ټاکل شویو موضوعاتو باندې به بحث او توافق کیږي. حکومت او طالبانو دواړو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پلاوي ټاکلي چې ممکن یادې پیلېدونکې خبرې په جرمني، قطر، ناروې او یا هم ازبکستان کې وشي خو تر اوسه په مشخص ځای توافق نه دی شوی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist