زرګونه افغانان د ایران په زندانونو کې بندیان دي.
شاوخوا پنځه زره افغانان د ایران په زندانونو کې بندیان دي.
د ایران د عدلیې وزیر علي رضا ويلي، له خپل افغاني سیال بصیر انور سره په لیدنه کې ویلي، ایران او افغان حکومت د بندیانو په تبادله کې ښه همکاري کړې ده.
اوسمهال زیات شمېر افغانان د نشه یي توکو د قاچاق په تور د ایران په زندانونو کې عمر تیروي.
دغه راز د افغانستان په زندانونو کې اوسمهال ۲۲ ایرانیان بندیان دي.
غونډه کې د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال محمود عباسي ویلي، په تېرو دوو کلونو کې ۶۵۰ افغانان افغانستان ته سپارل شوي او دواړو خواوو ښه همکاري کړې ده.
په غونډه کې دواړو خواوو په عدلي چارو کې دوه اړخیزه هوکړه هم لاسلیک کړې ده.