Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

کارپوهان: پاکستان اوس په افغانستان کې د یوې بلې لوبې په لټه کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/12

وروسته له هغې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ اسلام‌اباد ته سفر وکړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره ولیدل، اوس د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر واشنګټن ته په سفر وتلی دی

د پاکستان د پوځ مشر به په واشنګټن له لوړ پوړو امریکايي پوځیانو سره لېدنې ولري د پاکستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو سربېره به دافغانستان په تړاو هم خبرې وکړي.

خو  د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، پاکستان تل هڅه کړې چې د ترهګرۍ په برخه کې پرخپلو ملامتیو پرده واچوي او د ځان سپیناوي لپاره نوې لارې چارې ولټوي.

دوی په دې باور دي چې پاکستان تل افغانستان ته ستونزې جوړې کړي دي او اوس هم  دیوې بلې لوبې په لټه کې دی.

د کارپوهانو په خبره، د پاکستان لوی درستیز به په سیمه کې د نويو مسایلو لپاره له امریکا هدایت واخلي چې باید په دغه برخه کې افغان لوری مناسب سیاست غوره کړي او د ګاونډیانو په خبرو زیات باور ونه کړي.

 د سیاسي چارو کارپوه سرورنیازی وايي: « پاکستان هېڅ کله هم نه غواړي افغانستان کې یو قوي او باثباته حکومت جوړ شي، هر څومره قوي او باثباته حکومتونه چې دلته جوړشي، پاکستان به یې پر وړاندې هلې ځلې کوي چې دا حکومت ضعیفه، ناتوانه او بالاخره یې له منځه یوسي. لکه څنګه چې تاریخ ښودلې ده دا ځل هم زه فکر کوم د پاکستان لوی درستیز امریکا ته له ځانه سره نوې نقشې وړې دي، ترڅو امریکا ته قناعت ورکړي چې د افغانستان اوسنی حکومت نړۍ یا ګاونډیانو ته د منلو وړ نه دی او یا سیمې او نړۍ ته یو ګواښ دی؛ نو زما په نظر دوی بیا هم غواړي چې د افغانستان په هکله له امریکایانو سره څه نوې سلا مشورې وکړي.»

 د سیاسي چارو کارپوه  توریالی ځاځی وايي: « توماست وېسټ له پاکستان سره په خبرو کې په صراحت سره وویل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې موږ له پاکستان سره ولاړ یو، سره له دې چې ټوله نړۍ په دې ښه پوهېږي چې د ترهګرۍ ځاله پاکستان دی او همدا پاکستان دی چې د نورو هېوادونو د سیاسي موخو لپاره له ترهګرو څخه ګټه اخلي. امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز تګ خپله یو لوی بشري جنایت دی، ځکه دوی د امریکا تر قوماندې لاندې دي او د دې لپاره هلته ځي چې امریکا څه هدایت ورکوي. نور موږ خپله باید هوښیار شو د دغو ګانډویو هېوادونو هېڅ یوې خبرې ته یوه ذره ارزښت هم ور نه کړو.»

ځینې بیا په دې باور دي چې امریکا غواړي په سیمه کې پاکستان د خپلو موخو لپاره وکاروي.

دوی وايي، په اوسنیو شرایطو  کې چې د پاکستان امنیتي ، سیاسي او اقتصادي وضیعت ناسم دی د خپلو ګټو لپاره به له هر ډول معاملې پرشا نه شي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: « واشنګټن ته د عاصم منیر تګ یوازې د افغانستان په هکله نه دی، داسې ښکاري چې پاکستان ځان هم چین ته خوږ کړی او هم امریکا ته، امریکا ښايي د نړۍ په نورو سیمو کې له پاکستانه ګټه واخلي؛ نو لږ څه وخت ته اړتیا ده ترڅو په سمه توګه مالومه شي چې اصلي خبره څه ده.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي خو کتونکي په دې اند دي چې خپله پاکستان په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ ستر روزنکی او پالونکی هېواد دی خو نړۍ پرې سترګې پټې کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist