د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان یو ځل بیا په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړښت غوښتنه کړې، چې په وینا یې باید د افغانستان ټول قومونه په کې برخه ولري.
عبدالهیان ویلي، د افغانستان امنیت او دایمي ثبات لپاره مهمه ده چې دغلته ټولګډونه حکومت جوړ شي.
نوموړي دا هم ویلي، چې طالبان د افغانستان یو واقیعت دی او د افغانستان اوسني حکومت د داعش ډلې پر وړاندې جدي مبارزه کړې.
هغه زیاته کړې:« طالبان د افغانستان واقعي برخه ده او د داعش ډلې پر وړاندې یې جدي مبارزه کړې ده. خو د افغانستان د امنیت او دایمي ثبات لپاره ټولګډونه حکومت جوړېدل اړین دي. داسې حکومت، چې ټول قومونه په کې ګډون ولري.»
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د ایران اوسنی حکومت ټولګډونه نه دی د قومونو ترڅنګ د اهل سنت مذهب پیروان یې په حکومت کې هېڅ ځای نه لري.
دوی وايي، ایران دې لومړی خپل حکومت ټولګډونه کړي بیا دې د افغانستان دحکومت څرنګوالي په تړاو نسخې وړاندې کړي.
د دوی په خبره، ایران هڅه کوي د ټولګډونه حکومت په نوم هغه څيرې د افغانستان نظام ته داخلې کړي چې د تهران ګټو ته ژمنې دي.
د سیاسي چارو شنونکی موسی سعادت وايي:« په داسې حال کې چې موږ شاهدان یو، په تهران کې سنیانو یو جومات نه شته ده، دوی ( ایران) موږ ته د ټولګډونه حکومت فرمایش راکوي. ایران ته ستونزه څه ده؟ دلته اسلامي نظام حاکم دی او ټولو ولایتونو یو ډول خدمات وړاندې کېږي. فکر کوم ایران دلته خپل کسان نه ويني چی دوی ته یې کار کاوه.»
ځینې نور بیا په دې باور دي چې د حکومت جوړښت او څرنګوالی د افغانانو داخلي موضوع ده او په دې تړاو د تهران دغه ډول څرګندونې او ټينګار د کابل په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
دد پوهنتون استاد فضل هادي وزیر وايي:« البته دا یوه داخلي پروسه ده او دا د افغانستان ملت کورنۍ مسله ده. زموږ ګاونډي هېواد ته په کار ده، داسې څرګندونې ونه کړي چې هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بلل کېږي.»
اسلامي امارت بیا تل په دې ټینګار کړی چې حکومت یې ټولګډونه دی، په کابینه کې یې د ټولو ولایتونو او قومونو استازي حضور لري او همدا راز د تیر جمهوریت ۵۰۰ زره مامورین چې د ټولو قومونه دي لاهم په نظام کې دندې لري.