چارواکي د حوزو د امرینو په لرې کېدو بسنه کوي خو کابل کې یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخستی.
نږدې هره ورځ د کابل عیدګاه جومات کې د وژل شویو کسانو جنازې کیږي خو بریدونه یوازې تر راپورونو محدود وي.
تازه دلته د هغه ځوان جنازه ده چې د اختر په درېیمه له خپل ورور سره یو ځای د پروان مېنې کارته پروان سیمه کې د نا پيژانده وسله والو برید کې وژل شوی دی.
په دغه برید کې یو تن ډاکټر ټپي شوی او ورور یې وژل شوی دی.
د وژل شوي ځوان خپلوان داسې وايي (( وسله وال په رڼا ورځ په برید کولو بریالي کېږي خپل هدف ته رسي او په تیښته بریالي کیږي هره ورځ په دې ښار کې هدفي وژنې کیږي اما هیڅ مخنیوی یې نه کیږي. دغه ځوان هیڅ کومه شخصي دښمني نه لرله.))
ددغه ځوان خپلوان وايي دوی شخصي دښمنې نه درلوده او وسله وال د پولیسو د ناغیړۍ له امله په تیښته بریالي شوي.
دا په کابل کې د بریدونو یوه بیلګه ده چې وسله وال په ازادانه ډول له سیمې په تیښته بریالي کیږي چې په پولیسو یې د ښاریانو نیوکې زیاتې کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت تازه نظر مو ترلاسه نه کړ خو وزیر څو ورځې وړاندې ژمنه کړې وه چې د هغو حوزو امرین به له دندو ګوښه کړي چې په سیمو کې یې وسله وال بریدونه وشي او بریدګر ونه نیول شي.
وړاندې کورنیو چارو وزارت په ښار کې د موټر سایکلونو په ګرځولو هم بندیز لګولی خو لا هم پوره ندی عملي شوی.











