افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۸۱ پېښې ثبت شوې.
د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې له دې سره هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۷۶۵۳ ته رسېږي.
د کابل په ګډون د هېواد په ځینو ښارونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ګرځبندیز اعلان شوی خو خلک یې په بشپړه توګه نه مراعاتوي.











