Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې وزارت اړوند ادارو له رئیسانو سره کتلي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې وزارت اړوند ادارو له رئیسانو سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/07

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د دې وزارت اړوند ادارو له رئیسانو سره کتنه کې ویلي، اړوند مسوولین باید د راتلونکي کال تشکیلاتو ته بشپړ چمتووالی ولري.

حقاني له خلکو سره پر ښه چلن ټینګار و کړ او په خبره یې مسوولین باید خپلو چارو ته پام وکړي او پر وخت خپلو ورسپارل شویو دندو ته رسېدنه وکړي.

حقاني زیاتوي: « دا دوه یا څه باندې دوه کاله ستاسې د اخلاص برکت دی، چې ډېر ښه پرمختګونه لرو او تر اوسه داسې کومه بې کفایتي او کمزورتیا موږ ونه لېدله چې موږ تر پوښتنې لاندې راشو او نه کومه داسې کمرنګي راغلې، چې دا هر څه ستاسې د اخلاص پایله او برکت دی. همداشان د کورنیو چارو وزارت د هېواد پر کچه د خدماتو ځای دی او ډېر ستړی ځای دی، که دلته یوه ذره غفلت هم وشي؛ په ډېرو برخو منفی اغېز کوي.»

حقاني وايي، که څه هم ډېرو د هېواد او ملت په نوم سياست وکړ، خو په خبره یې ونه توانیدل چې هېواد ته رښتینی خدمت وکړي.

حقاني د وزارت اړوند رئیسانو ته په ټینګار سره ویلي چې ښه همغږي زیاته کړي او یوازینی مکلفیت چې د خلکو او نظام خدمت دی چې ترسره یې کړي.

حقاني زیاتوي: « که خپل افعال او اقوال په ښو اخلاقو برابر کړو؛ نو دا بیا نه ماتېدونکي خلک دي او نه ماتېدونکی لښکر به وي. دغه وزارت له موږ سره یو امانت دی. موږ دلته موقتي راغلي یو. دا زموږ ملکیت نه دی. موږ باید داسې ونه وايو چې فلانی زما په کارونو کې لاسوهنه کوي، دا زما کار دی او بل یې څه کوي چې زما په کار کې کار لري، دا اداري کارونه باید زموږ او ستاسې ترمنځ د داسې خفګان او ګیلو لامل ونه ګرځي، چې په ټولو کارونو او برخو منفي اغېز وکړي.»

د کورنیو چارو سرپرست وزیر دې ناستې ته په وینا کې د وزارت اداري کار کوونکو له لوري ولس سره ښه چلن او په ښه توګه د چوپړتیاوو ترسره کېدل وستایل او په وینا یې سره له دې چې د چارو ترسراوي په برخه جدي نیمګړتیا نه لیدل کیږي، خو د لا ښه ترسراوي په یې موخه یې پر لا هڅو ټینګار و کړ.

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي په خپلو خبرو کې وویل، پر وخت چارو ته رسیدل، له خلکو سره ښه چلن او تعامل د نظام د پایښت ضمانت کوي او له مسوولینو یې وغوښتل چې له مامورینو سره ښه چلن وکړي او مامورین باید په بشپړه توګه د خپلو مشرانو اطاعات و کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist