د ولسمشر د حکم له مخې د بهرنیو چارو وزارت نوی سیاسي معین ادریس زمان وټاکل شو.
د شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان د ولسمشر د یو حکم په اساس په رسمي توګه د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر دوهم مرستیال له لورې وټاکل شو.
د ولسمشر دوهم مرستیال د دغه وزارت له چاروکو وغوښتل ترڅو د بهرنیوچارو په وزارت کې په ملي کټو، په دیپلوماتیکو فعالیتونو کې د سیاسي ستونزو د له منځه وړلو، لازم اصلاحاتو ، د کدرونو په مسلکي کیدو د علم په پیاوړتیا او دقیقو څیړنو او اصلاعاتو درلودو ټینګار وکړ چې باید د دغه وزارت له لوری په پام کې ونیول شي.
د دغه وزارت نوي مرستیال په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او د یپلوماسۍ په برخه کې د ظرفیت په جوړولو او د اطلاعاتو د کیفیت په لوړلو او د ښې د ندې پرمخ وړلو ژمنه وکړه.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له نوي مرستیال څخه وغوښتل ترڅو له خپلو تجربو څخه د یو ټیم په ډول خپله دنده پرمخ یوسي.
د بهرنیو چارو نوی سیاسي مرستیال ادریس زمان ژمنه وکړه چې له نوې دندې سره به له خپلو تجربو ګټه واخلي او د اصلاحاتو او د یپلوماسۍ په برخه کې د ظرفیت په جوړولو او د اطلاعاتو د کیفیت په لوړلو او په اړوند نور مسایلو کې د روحې د قوي ساتلو لپاره په دغه وزارت کې په هم غږۍ ټینکار وکړ.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دغه وزارت له نوې مرستیال څخه وغوښتل تر څو له خپلو تجربو څخه په ګته اخیستو د یو ټیم په حیث خپله دنده پرمخ یوسي او هغه موخې چې په دغه وزارت کې ورته په ډاګه شوي دي کار وکړي.
ادریس زمان چې د ماسټرۍ په کچه یې په اداره اومنیجمنټ کې زده کړې کړي دې او د څیړنې او مدیریت په برخه کې یې شل کاله کاری تجربه لري، نوموړي په پښتو ، دري ، انګیسي، اردو او ترکي ژبو خبرې کولی شي.