Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سیاسي بندیانو خلاصون سره د جګړو سنګرونه ګرم شوي

admin by admin
2020/05/04

د طالبانو یوه بله ۹۸ کسیزه ډله بندیان د څرخي پله له زندان خوشې شول.

که څه هم د بندیانو خلاصون د بین الافغاني خبرو د پیل، باور او حسن نیت لپاره اساسي ګام بلل کېده خو اوس هر څه د تمې خلاف روان ښکاري.

د سیاسي بندیانو د ازادېدو بهیر پیل شوی خو کرار خلاصون یې د جګړو په سنګرونو اغیز نه دی کړی. د جګړو د دوام او شدت یو لامل د بندیانو خلاصون د مېکانیزم خلاف بلل کیږي.

د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواري داسې وویل (( کوم طالب بندیان چې د دولت لخوا خوشې کیږي دا یو نیک او ښه کار دی اما، خو د شوې هوکړه لیک سره مطابقت نلري له بلې خوا نه د طالبانو د هئیت د اشراف او نظر لاندې نه خوشې کیږي چې دا یوه ستونزه ده. اما امیدواري شته دی چې د طالبانو د لیست مطابق پنځه زره بندیان که خوشې شي امیدواري شته چې بین الافغاني مذاکرات شروع شي.))

د طالبانو او امریکایانو له هوکړې وروسته د طالبانو لخوا تر ډېره مخامخ او یا په پوستو ډله اییز بریدونه کېدل، دغه راز حکومت بیا دفاعیه کې هوایي بریدونه کول.

له څو ورځو را پدېخوا د جګړو تکتیک بدل شوی تازه پېښه هلمند ولایت کې د طالبانو موټر بم برید دی چې شاوخوا ۲۵ سرتېرو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې ده.

په ورته وخت کې پکتیکا کې یو جومات ته لاسي بمونه غورځول شوي چې شل لمونځ کوونکي یې ټپيان کړي دي.

د جګړې په ښکېلو اړخونو نیوکې دي چې د بین الافغاني خبرو پیل لپاره مړې هڅې کوي چې د دې وضعیت دوام شته ستونزې لا پراخولی شي.

حکومت وایي، تر اوسه ازاد شوي بندیان د حسن نیت لپاره دي او له طالبانو هم غوښتنه لري.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي داسې وویل (( په تیرو څو وروستیو اونیو کې د طالبانو لخوا د بریدونو زیاتېدو خلک د سولې په پروسې بې باوره کړي. خو افغان حکومت ته اوس هم سوله لومړیتوب لري او سولې ته ژمن یوو.))

حکومت همدا تېره ورځ ناوخته د طالبانو ۹۸ نور زندانیان د څرخي پله له زندان ازاد کړي او په دې سره د خوشې شویو طالب زندانیانو شمېر ۷۴۸ ته ورسید چې اوه نیم سوه نور به هم خوشې کړي.

طالبانو هم تر اوسه یو سلو لس بندیان خوشې کړي او ژمنه یې کړې چې د مقابل لوري اقداماتو ته په کتو به ګام اخلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist