Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روغتیا وزارت: که په کور پاتې نه شئ مړه کېږئ

admin by admin
2020/05/04

عامې روغتیا وزارت خبرداري ورکړ که په کور پاتې نشئ ګور ته به لاړ شئ .

د روغتیا وزارت مالومات ښيي چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د کرونا وایروس ۱۹۰ پیښې ثبت شوي چې له دې سره په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېده.

له تازه پېښو پکتیا کې ۴۱؛ هرات کې ۳۰ ؛ کندز کې ۲۵ ننګرهار کې ۱۳؛ سمنګان کې ۹ همداسې په ترتیب په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي .

روغتیا وزارت اندیښنه لري چې په هیواد کې د کرونا ویروس پیښې په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دي او که خلک طبي لارښونې عملي نکړي د هیواد وضعیت به له امریکا او نورو هیوادونو بدتر شي .

روغتیا نړیوال سازمان ژمنه ښودلې چې له کرونا سره په مبارزه کې افغانستان یوازې نه پریږدي .

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رییس نجیب الله ساپي وویل چې د کرونا ویروس د تشخیص اته لابراتوارونه په بیلابیلو ولایتونو کې جوړوي .

له دې سره د یونسف ادارې د عامه پوهاوي او طبي وسایلو اخیستلو برخه کې له روغتیا وزارت سره د ۲۳میلیون ډالرو ژمنه وکړه .

په افغانستان کې د یونسیف ادارې مشر ابوبکر کابو داسې وویل (( موږ له روغتیا وزارت سره د ۲۳ میلیونه ډالره مرسته کوو چې  ۳ اعشاریه ۳ میلیونه ډالر د عامه پوهاوي برخې او ۱۸ میلیونه د وسایلو په برخه کې مرسته کوو .موږ له افغان حکومت سره یوازې د پيسو مرسته کوو؛ د کرونا وایروس باید هر هیواد په خپله کنټرول کړي. ))

له دې سره د  روغتیا وزارت مالومات ښيې چې په تیرو څلریشتو ساعتونو کې له دې ناروغۍ ۵ تنه مړه شوي هم دي .

روغتیا وزارت وایي ؛ څو ورځې وروسته  به ناروغانو ته په ۱۲ ساعتونو کې  د هغوی د مایناتو نتیجې مالوموي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist