دواړو ادرسونو منلې چې خبرو کې زیات پرمختګ شوی او اوس په جزیاتو بحث روان دی.
د امریکا او اروپایي ټولنې له مکررو غوښتنو ورسته داسې ښکاري چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو کې چټکوالی راوستی.
د عبدالله تر تایید وروسته ارګ هم منلې چې خبرو کې زیات پرمختګ شوی چې جزییات به یې تر هوکړې وروسته له ولس سره شریک شي.
د تفاهم د جزیاتو په اړه رسمي څه نه دي ویل شوي خو نا تایید شوي راپورونه دا دي چې واک د تېر په څېر نیم په نیمه ویشل کیږي.
تر اوسه د کېدونکي تفاهم جزیات رسنیز شوي نه دي خو غیر رسمي ادرسونه وایي، چې اجراییه ریاست به په همدې ماڼۍ کې په بدل نوم را څرګند شي او نور ټولو برخو کې عبدالله عبدالله ته سمې نیمې د سهمې تر څنګ جنرال دوستم ته د سر اعلی قوماندان د مرستیالۍ سربېره د مارشالۍ رتبه هم غوښتل شوې ده.
د عبدالله ویاند هم د طرحې د سپارلو په مهال ویلي و چې واک به د دوو مخکښو ټیمونو تر منځ وویشل شي.
د هوکړې لپاره حامد کرزی، سیاف، کریم خلیلي او یونس قانوني منځګړي شوي دي.











