Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما د افغانستان سرپرست حکومت د عمومي عفوې پر نقض تورن کړی

يوناما افغانستان کې د اقليم بدلون له امله د بشري ناورين احتمالي رامنځته کېدو خبرداری ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/03

په متحده عرب اماراتو کې د اقلیم بدلون ۲۸مې ناستې په تړاو تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ )یوناما( ویلي، افغانستان د اقلیم بدلون له اغیزو څخه د لسو تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې دی.

د يوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي وچکالۍ، زلزلو، او نورو اقتصادي ستونزو ځپلي او له بېړني وضعیت سره مخامخ دي.

 د خبرپاڼې یوه برخه:« د اقلیم بدلون لپاره په افعانستان کې زموږ مالي مرستې کافي نه دي، نړیوالې مالي منابع تړل شوي او څوک نشته چې د اقلیم په نړیوال فورم کې د دې هېواد استازولي وکړي. واکمنو چارواکو هم د یوې منسجمې حکومتولۍ چاپېریال نه دی رامنځته کړی.»

بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا ا وتنبایوا وايي، د اقلیم بدلون برخه کې د افغانستان روان وضعیت د زغم وړ نه دی او په خبره يې یوناما هڅه کوي، څو دې ناوړه وضعیت ته د حل لاره پیداکړي.

هغې زیاته کړې:« دا وضعیت د دوام وړ نه دی. همدارنګه د اقلیم له بدلون سره انعطاف ته انتظار نه شي کېدای. ټول اړخونه باید په غیر سیاسي او رغنده توګه د افغانانو د ګټو لپاره د دې مسئلې د حل لپاره پر ګډه کار وکړي.»

د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان وايي، افغانستان د نړۍ جغرافیه یوه برخه ده او نړیوال دې د خپل مسوولیت له مخې له دې هېواد سره مرستې وکړي.

دوی ټينګار کوي د ورته ستونزو د اسانه حل کولو په موخه دې سرپرست حکومت هم له نړۍ سره تعامل ته د رسېدو لپاره معقولې حل‌لارې پيدا کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« افغانستان هم د نړۍ د جغرافیه یو جز دی، که چېرې دلته اقلیمي بدلون راځي هرومرو د سیمې په هېوادونو او نړۍ خپلې اغېزې لري، نو نړیوال باید یوازې خبرې ونکړي هم دې په اقلیمي غونډو کې افغانستان ته ګډون ورکړي او هم دې په دې برخه کې مرستې وکړي، همداشان طالبان دې هم د یوه مسوول حکومت په توګه کوټلي ګامونه واخلي، نړۍ سره دې د تعامل لاره برابره وکړي.»

د اقلیم بدلون ۲۸مې ناستې په تړاو د چاپیریال ساتنې ملی ادارې ویلي، په هغو نړیوالو ناستو کې چې د اقلیم بدلون په اړه بحث او له زيانمنو هېوادونو سره مرستې کېږي، د افغانستان د استازي نه وربلل د افغانستان په حق کې تېری دی او بايد ونډه او رول يې له پامه ونه غورځول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist