د چهار شنبې په سهار د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې ځانمرګی برید شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، ځانمرګي بریدګر نن سهار اته بجې د کابل په ریشخور سیمه کې د ملکي کسانو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې چې په کې درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د ځانمرګي برید مسؤولیت نه دی منلی.











