د کندهار د رای اچونې پروسې لپاره شپږه زره اضافي سرتېري لیږل شوي و چې امنیت وساتي.
کندهار کې د ولسي جرګې د یوولس څوکیو لپاره یو سل او دولس کسانو سیالي وکړه چې له دوه ولسوالیو پرته ټول کندهار کې مرکزونه پرانیستي و.
د کندهار د ټاکنو له پروسې لپاره څلور نیم زره څارونکو ته کارتونه ورکول شوي و.
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د کندهار امنیت لپاره یې اضافي سرتېري لیږلي و چې ښځینه پولیسې هم پکې شاملې وې.
که څه هم د بایو متریک سیستم د ناسمې کارېدنې راپورونه له کندهاره هم شته، خو زیات خلک توانیدلي چې د خپلې خوښې نوماندانو ته رای ورکړي.
د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو له مخې له پنځه سوه او پنځوس زرو زیاتو کندهاریانو د رای اچونې لپاره نوم لیکنه کړې.
د کندهار ټاکنې وروسته له هغې وځنډیدې چې د کندهار ولایت مقام کې یو بریدګر امنیه قومندان او د ملي امنیت رییس په ډزو ووژل او والي او د ۴۰۴ زون قومندان یې ټپيان کړل.