عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره د مثتبو پېښو شمېر ۱۲۲۶ ته پورته شو.
دمالوماتو په اساس تر دې مهاله په کرونا له اخته کسانو ۱۷۷روغ شوي او څلوېښت تنه مړه شوي دي.
روغتیا وزارت وایي، په داسې حال کې چې ډېرې پېښې په کابل کې ثبت کېږي کابل ښاریان بې غوري کوي.
روغتیا وزارت د خلکو له نه همکارۍ شکایت وکړ او زیاته یې کړه چې د خلکو بې غوري به کابل ښاریان له ناورین سره مخ کړي.











