Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان د وسله ‌والو ډلو له تمویل او ملاتړ لاس نه دی اخیستی

admin by admin
2020/04/21

افغان حکومت باور لري چې اسلام اباد اوس هم د وسلوالو ملاتړ او هغوى ته خوندي ځايونه ورکوي.

نوي حکومت په خپل بهرني سياست کې سيمه ييز سياست پيل له پاکستان کړى هغه هېواد چې هېڅکله يې هم د کابل غږ ته جدي ارزښت نه دی ورکړی.

په پاکستان دا باور بيا بيا شوى چې ګوندې وسلوالو ډلو سره به همکاري نه کوي خو د دې تمې خلاف افغانستان کې د پاکستان لاس وهنه او جګړه روانه ده.

بهرنيو چارو وزارت ته د حنيف اتمر په راتګ سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې بيا پيل شوي خو اوس هم افغان حکومت تمه لري چې پاکستان به د وسلوالو له تمويل لاس واخلي.

د ارګ مرستيال وياند دواخان مينه پال داسې وویل (( طالبان باید پاکستان سره خپلې اړیکې تعریف کړي. ځکه پر هوکړه لیک د افغان حکومت یو انتقاد هم له همدې ځای و پاکستان هم باید تروریزم سره د مبارزې برخه کې صادقانه او عملي ګامونه واخلي. او ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي او د هغوی مرکزونه باید پاکستان کې وتړل شي.))

د کابل او اسلام اباد ترمنځ تليفوني اړيکو کې په سوله، ترانزيټ او کرونا سره په مبارزې خبرې شوي خو د تحليل کوونکو باور دا دی چې اوس افغان حکومت غواړي د امريکا په همکارۍ پاکستان سره د اړيکو په جوړولو طالبان تر فشار لاندې راولي.

د پوهنتون استاد خالد سادات داسې وايي (( زه فکر کوم د افغان حکومت او د پاکستان دولت ترمنځ روانې اړیکې او ارتباطات طالبانو سره د خبرو اترو په نوعیت باندې څرخېږي. افغان حکومت هڅه کوي تر څو د امریکا په  وساطت باندې پاکستان سره یوه داسې اړیکه جوړه کړي چې تر څو په طالبانو فشار وارد شي او د سولې لپاره حاضر شي. همدا راز پاکستان په طالبانو نفوذ لري چې کولی شي د سولې مذاکراتو ته یې حاضر کړي. بله مهمه مسله دا ده چې د طالبانو نظامي اړخ ډېر د بحث وړ دی چې دوی تر ډېره د سولې په روانه پروسه کې یوازې په سیاسي برخه کې خپل پرمختګونه حسابوي خو جګړه یې نه ده کمه کړې.)) 

پاکستان له اوږدو کلونو را په دېخوا افغانستان کې د ستراتيژيک عمق په لټه کې دی چې کابل په کې د هند له ملګرتیا لرې وي.

تراوسه پورې افغان حکومت نه دى توانېدلى چې په سيمه کې د هېوادونو باور خپل کړي نو پاکستان سره نوې اړيکې په دې مانا تعريف کېږي چې دا هڅې د سيمه ييزې اجماع پيل شوي دي.

د تحلیل کوونکو د اټکلونو پايله داده چې پاکستان هغه وخت بدلېدونکى دی چې افغانستان کې جګړه بنده شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist