Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت سرپرست هېوادوالو ته د اختر په شپو ورځو کې د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړی

حقاني: له پاکستانه پر زوره د افغان کډوالو اېستلو پریکړه غیر عادلانه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/28

د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو په اسلام اباد کې د دغه هېواد سترې محکمې ته عریضه کړې چې پر زور د افغان کډوالو اېستلو لړۍ ودروي او همدراز له افغان کډوالو سره په دغه هېواد کې د روان ناسم چلن مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان ستره محکمه به د افغان کډوالو په تړاو پر ورکړل شوې عریضې غور وکړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پر زور د افغان کډوالو اېستلو پریکړه غیر عادلانه بللې او وايي، د اسلام اباد دغه پریکړه د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف ده.

د حقاني په خبره، پاکستان له دغې پریکړې سره خپلې ټولې هغه ښیګڼې له منځه یوړې چې له افغانانو سره یې کړې وې.

حقاني زیاتوي: « د پاکستان عوامو، علماوو وروڼو، مدارسو، سوداګرو او د وخت واکدارانو افغانانو ته د عزت په سترګه وکتل، په خپله سینه کې یې ځای ورکړ، هر څنګه چې وي که کمې او زیاتې خبرې به کېدلې؛ بیا یې هم په ستونزمنو حالاتو کې موږ ته لاس راکړ؛ خو اوسنۍ پرېکړه یې چې یوه ناعادلانه پرېکړه ده، دې پرېکړې یې ټولې ښیګڼې پر دښمنۍ بدلې کړې او د افغانانو څه چې ان د نړۍ د ټولو اصولو خلاف وه او ټولې ښیګنې یې له منځه یوړې.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، پاکستان تل له افغانستان سره دوه مخی سیاست کړی دی او د کډوالو اېستلو پریکړه یې هم پر افغان لوري د فشار راوستلو په موخه کړې ده.

په ورته وخت کې ځلاند وايي، پاکستان غواړي افغان حکومت تر خپل اغیز لاندې وساتي.

ځلاند زیاتوي: « پاکستان په افغانستان کې دوه مخی سیاست پرمخ وړي او هڅه کوي چې کابل خپل تابع وګرځوي، د کابل سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه پالېسي باید د اسلام اباد تر اغېز لاندې وي.»

د پاکستان له لوري پر زور د افغان کډوالو د ېستلو پریکړه له بشري حقونو سرغړونه او د کډوالۍ ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف  یادیږي.

کارپوهان وايي، له دې سره پاکستان وښووله چې نه نړیوالو قوانینو او نه هم بشري حقونو ته او نه هم د ګاونډیتوب حقوقو ته ژمن دی.

د پوهنتون استاد فضل هادي وزین وايي: « له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ېستل د ټولو بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دي.»

سراج الدین حقاني چې په غزنې کې یوې ناستې ته وینا کوله له ټولو ولسونو او افغان سوداګرو وغوښتل چې له پاکستانه راستانه شویو کډوالو سره مرسته وکړي، استوګنځایونه ورته برابر کړي او همدا راز خوراکي او غیر خوراکي توکي ورته په کمه بیه وپلوري.

هغه زیاته کړه: « له کډوالو سره هر څه نیمايي کړئ، اوس که دوی د کور کوټې احتیاج وي نو کوټه نه پټېږي، په خیمه کې ګوزاره نه کېږي نو تاسې په خپل کور کې چې کومې اضافه کوټې لرئ، اضافي ځایونه لرئ دا ورکړئ، سوداګر وروڼه دې په نرخونو کې ورسره ګوزاره وکړي او کرایه دې ورته کمه کړي.»

له هغې وروسته چې پاکستان پر زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې تر دې مهاله له۴۵۰ زرو زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist