Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بګټي: د غیر قانوني کډوالو اېستلو لړۍ به د یوې میاشتې موده کې بشپړه شي

بګټي: د غیر قانوني کډوالو اېستلو لړۍ به د یوې میاشتې موده کې بشپړه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/26

د پاکستان کورنیو وزارت سرپرست سرفراز بګټي یوې مرکه کې ویلي، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به له هېواد غیرقانوني کډوال په بشپړه توګه وباسي.

دغه راز بګټي زیاته کړې چې تر دې دمه یې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه اېستلي دي.

هغه زیاته کړې:« څه باندې ۳۰۰ زره غیرقانوني افغان کډوال تر اوسه پورې له پاکستانه اېستل شوي دي. تر راتلونکې یوې میاشت پورې به ټول غیر قانوني کډوال واېستل شي، چې څه باندې ۹۹ سلنه هغه افغانان دي.»

بل خوا پاکستان کې میشت افغان کډوال هلته له سخت حالت شکایت کوي او وايي، ډېری هغه کورنۍ له خپلو کورونو اېستل شوي چې د ویزو نېټه یې ختمه شوې.

پاکستان کې  د مېشت افغان خبریال شورا مشر ظاهر بهاند وايي:« هره ورځ په لسګونه افغان کډوال د پاکستان پولیسو له خوا نیول کېږي چې ځېنې یې زندان ته اچول کېږي، ځېنې یې اېستل کېږي او یو شمېر یې محاکمو ته ورپېژندل کېږي. افغان کډوالو په ښار کې تګ راتګ نه شي کولی. »

پاکستان کې د افغان کډوالو ځورولو سره سم د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اړیکو یوه شمېره او واټساپ شمیره فعاله کړي ترڅو امریکا ته د تګ لپاره په تمه افغانان د ځورولو په وخت کې له دوی سره اړیکه ونیسي.

یاد وزارت زیاته کړې:« د هغو افغانانو لپاره  یېد اړیکې نیونې بېړنۍ شمېره فعاله کړې، چې په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ او بیا مېشتېدنې لپاره انتظار کوي، او هلته د نیونې او ځورونې سره مخ دي.»

که څه هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه په سختو ټکو غندل شوې او یو شمېر هېوادونو له اسلام اباد غوښتي چې په دې پریکړه له سره غور وکړي خو داسې ښکاري چې د پاکستان لنډمهالی حکومت د کډوالو په اېستلو کې جدي دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist