په کابل کې د ماسک او ډاکټرانو د لباس د تولید فابریکه پرانستل شوه.
په کابل کې په لومړي ځل د ماسک او کیټونو فابریکه پرانستل شوه٬ یاده فابریکه به په لومړي پړاو کې د هیواد د ډاکترانو لپاره د کرونا ضد لباس تولید کړي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز چې د فابریکې له کارونو یې لیدنه کوله وویل ٬د هیواد داکتران یو ملیون کرونا ضد لباسونو ته ضرورت لري چې په نړیوالو بازارونو کې نرخونه لوړ شوي او یاده فابریکه به یې په مناسبه بیه روغتیا وزارت ته ورکړي.
د عامې روغتیا وزیر وايي٬ په ټوله نړۍ کې لس سلنه ډاکتران د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي نو ځکه غواړي چې د هیواد داکترانو ته کیټونه اماده کړي ترڅو د کرونا وایروس له ګواښ لیرې وي.
د ماسک او کيټونو د فابریکې مسولین وايي٬ په فابریکه باندې یې یو ملیونه ډالر پانګونه کړې او د ورځې لس زره کیټونه یا د داکترانو محافظتي لباسونه او پنځوس زره ماسکونه تولیدوي.
د ماسک او کیټونو یاده فابریکه د پنځه میلونو په اندازه د تولید لپاره خام مواد لري چې لومړی به د عامې روغتیا وزارت اړتیا پوره کړي او وروسته به ماسکونه او کیټونه بازار ته وړاندې کړي.
تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۷۱۵ ته رسېدلی، له دې ډلې ۲۳ تنه مړه شوي او څلوېښت تنه رغېدلي چې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.











