د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هېواد کې د کرونا ویروس ۵۶ تازه پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، له ۵۶ مثبتو پېښو ۳۷ یې کابل کې ثبت شوي دي.
افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۸۴۰ ته رسیږي چې تر اوسه ۳۰ تنه مړه شوي او ۵۴ نور بیا روغ شوي دي.
نړۍ کې له ۲ ملیونو ډیر کسان پر کرونا اخته شوي دي، لږ تر لږ ۱۳۷ زره کسان مړه شوي دي او بیا ۵۰۰ زره نور روغ شوي دي.
د کرونا ویروس پېښو زیاتېدو سره سم د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې پر ګرځېدو بندیز لګېدلی دی.
نږدې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کرونا ویروس پېښې ثبت شوي دي.











