کابل کې پر تګ راتګ اعلان شوی بندیز سبا چهارشنبه نوي پړاو ته داخلیږي.
کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پولیسو ته لارښوونه کړې چې د بې ځایه ګرځيدو په تیره د هغو دولتي مامورینو پر ضد جدي اقدامات وکړي چې د رخصتۍ په مهال له کورونو وځي.
د اندرابي په خبره سر له چهارشنبې ورځې به ۱۶۰۰ امنیتي پرسونل له څوارلس سوه موټرو سره ښار کې په همدې موخه ګرځي څو د بې ځایه ګرځيدو څخه د خلکو مخنیوی وکړي.
امنیت، رسنیو کار کوونکي، روغتیا، مخابراتي شبکو کار کوونکي او هغه هېواد وال چې د میوو او ډوډۍ له اړتیا سره مخ وي له دې امر مستثنا دي.
کورنیو چارو وزارت وروسته له هغې دغه اقدام کوي چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۴۲۳ ته پورته شوي، له لسو زیات کسان مړه شوي او نږدې شل تنه رغېدلي دي.
د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې له هرات وروسته په کابل کې ثبت شوې دي.











