د کندهار ټاکنیز دفتر مشر وايي، بایو میټریک سیسټم ناکام دی.
د کندهار ټاکنو کمېسیون مشر نعمت الله وردګ شمشاد سره خبرو کې وویل، کابل څخه کندهار ته د بایو میټریک سیسټم الو تخنیکي ستونزې درلودې.
وردګ همداراز وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون شاوخوا دوه سوه کار کوونکو د امنیتي ځواکونو د ناسم چلند له امله دندې پرېښودلي چې دوی وروسته بیا د هغو پر ځای نور کسان د رایو محلونو ته ورلیږلي.