Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي

د هرات زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/22

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ نایب رفیع او سیا اب کليو کې زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

مسوولین وایي، یادو دوو کلیو کې د کورونو جوړولو چارې تر ۸۰ سلنه مخ ته تللي.

 د دوی په خبره له یادو کورونو ۳۰۰ کوره یي د عزیزي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.

د کلیو او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ معين شراف الدین مسلم وايي: « ۸۰ سلنه کارونه یې بشپړ شوي. ان شاءالله په نږدې ورځو کې به زیانمنو ته کورونه تسلیم شي. د دې کلي ترڅنګ نور کلي هم دي چې د هغوی کارونه هم نږدې دي چې بشپړ شي او خلکو ته وسپارل شي.»

د هرات اطلاعات او کلتور مشر احمد الله متقي وايي: « له هماغه وخته چې زلزله شوې د زیانمنو ورځنۍ اړتیاوې ورته رسوو او الحمدالله د دوی اړتیاوې پوره کېږي، د خوراک او څښاک توکي ورسېږي، همداشان البسه، لنډمهاله سرپناوې او خیمې ورسېدلي دي. تاسې به یې ووینئ روغتیايي کلینېکونه په هر کلي کې جوړ دي، چې هلته په هره برخه کې د ناروغانو درملنه کېږي او که بیا دلته امکانات نه وو هغوی د هرات ښار ته رسول کېږي، منظم ۲۴ ساعته امبولانسونه موجود دي.»

بل خوا بیا د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو انجنیران د کار د کیفیت په اړه داسي وایي.

انجنیر صدیق الله مصدق وايي: « له یوه ښه او منظم سیستم ګټه اخېستل کېږي، د لوړ کیفیت لرونکي مواد لرو او ډاډ درکوو چې ښه قوي سیستم کارول شوی دی.»

د کورونو جوړولو له چارو سره هم مهاله زلزله ځپلي لاهم سړې شپې په خیمو کې تیروي.

دوی چې له یوې خوا یي د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او له بلې خوا د سرپنا نشتون له امله ژوند کې پرې سخت کړاونه تیریږي، له مسوولینو غواړي چې د ماشومانو ژوند ژغورنې لپاره یې لاسنیوی وکړي.

یوتن زلزله ځپلی امید وايي: « زما څوک پاتې نه دي. یوه خور مې چې هغه هم ټپي شوې، وینې ته یې اړتیا درلوده او اوس یې هم وضعیت خراب دی، کورنۍ چې نه وي، مور نه وي نو ژوند هېڅ دی.»

 یوه زلزله ځپلې وايي: « څه مالداري چې وه ختمه شوه، نور نو څه نه لرو هر څه وران او ویجاړ دي»

د یادونې وړ ده چې هرات زنده‌جان ولسوالۍ نایب رفیع او سیا آب کليو کې شاوخوا ۵۰۰ تنو خپل ژوند له لاس ورکړ چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist